ایکنانیوز د امام حسین مقدس آستان د اطلاع رسونې د خبری سایټ له قوله راپور راکوي، د کربلا سپوږمکیزو چینلونو سره داړونده قرآن کریم چینل مدیر جعفر الموسوي د دغه مقدس آستان له اطلاع رسونې مرکز سره په خبرو کې ووئيل، د عراق د مرجعیّت د نماینده او د امام حسین د مقدس آستان منجور شیخ عبدالمهدي کربلائي په حکم سره ، فیصله شوې ده څو هر کال د ؛هدی اللمتقین ؛ په عنوان سره قرآنی سیالۍ ترسره شي.
هغه ووئيل، سږکال به دغه سیالۍ له درست عراق او نورو هیوادونو څخه د اتیاؤ ګډون کونکو په شتون سره ترسره شي.
جعفر الموسوي زیاته کړې ه، په عراق کې دغه سیالۍ خاصې سیالۍ دي او په عراق کې د موجوده پوټینشل او توانمنیو محصول دی . داسې چېددغو سیالیو قاضیان ،اجرا کونکي ،برابرؤنکي ،څارونکي او ډایریکټران به له عراقه وي. هغه په دوام کې ووئیل، په دغو سیالیو کې به دعراق مؤذن او قاری له هغو درو لومړنیو کسانو څخه چې دغې مرحلې ته رسیدلي ، وټاکل شي.
جعفر الموسوي ددغو سیالیو د جایزو په باب هم ووئيل، د امام حسین(ع) مقدس آستان ددغو سیالیو دغوره کسانو لباره مالی ډالۍ او جایزې په نظر کې نیولی دی او دهغوي قدرونه به ورسره وشی. ددې په ترڅ کې چې ددغو سیایو د لومړي ګټونکي لپاره هم یوه ځانګړي جایزه په نظر کې نیول شوې ده او هغه د حضرت امام حسین علیه السلام د حرام له ماذنې څخه لا لوړ تلل دي.
https://iqna.ir/fa/news/4188887